IQNA

د سکاټلنډ پولیسو لخوا په جومات کې د توکمپالې ورانکارئ  په اړه څیړنه کوي

14:17 - September 29, 2025
د خبر لمبر: 3491787
ایکنا - د سکاټلنډ پولیسو د دغه هیواد په ختیځ کې په یو  جومات کې د ورانکارئ په اړه څیړنه کوي. دغه ورانکار عمل د سیمې د مسلمانانو په ټولنې کې اندېښنه رامنځته کړې ده.

 ایکنانیوز د thenational په حواله راپور راکوي، د سکاټلنډ پولیسو د دغه هیواد په ختیځ کې په رنفروشایر کې په یوه  مسجد کې د  شوي ورانکارئ په اړه څیړنه کوي.

دا پېښه په کلارکسټن اسلامي مرکز کې چې مسجد یوسف پکې موقعیت لري، د سپټمبر ۲۴   په شپه په  کابو  ۵:۴۰ بجو  شوې ده.

د مسجد یوې ویاندې وویل چې دا عمل ماشومانو، کورنیو او د ټولنې په غړو کې  خپګان او ویره رامنځته کړې ده. دوی دا عمل د ختیځ رنفروشایر او ټول سکاټلنډ کې د مسلمانانو په وړاندې د توکمپالنې د بد چلند  د یوې اندېښمنونکې نمونې برخه ګڼي.

د سکاټلینډ د جوماتونو  انجمن دا پېښه محکومه کړې او دا یې د عبادت ځای پر وړاندې یو ښکاره او بزدلانه برید بللی دی.   د دې انجمن یوه غړي عمر افضل وویل: که څه هم څوک زیانمن شوی نه دی، خو مسلمانه ټولنه له روحي پلوه له ډ يرو  اندیښنو سره مخ شوې ده .

د سکاټلنډ پولیسو تایید کړې چې څیړنې روانې دي او له شاهدانو غواړي چې له پولیسو سره اړیکه ونیسي. د پولیسو یوه ویاند وویل: د دې ودانۍ د کړکۍ ماتولو وروسته پراخې څیړنې روانې دي. هغه له هر چا چې معلومات لري غوښتي چې له پولیسو سره اړیکه ونیسي.

 د ښار شورا یوه مسئول انډرو موریس وویل چې دا پېښه چې د نیوټن میرنز کې د یوې مسلمانې زده‌کوونکې باندې له برید څخه وروسته شوې، د منلو وړ نه ده.

هغه زیاته کړه چې ختیځ رنفروشایر تل د  مختلفو پرګنو لرونکې ټولنې په توګه پیژندل شوی دی او ډاډ ئې څرګند کړ چې اوسېدونکي د دې ارزښتونو ساتلو ته لیوال دي.

په وروستیو میاشتو کې د مسلمانانو په وړاندې نورې پېښې هم رامنځته شوې دي. په اګست کې، یو ۱۷ کلن ځوان په ګرینوک کې د یوه مسجد پر وړاندې د پراخ برید پلان له امله ۱۰ کلن بند محکوم شوی دی. د روان کال په  پیل کې، بل ځوان په  ابردین کې د یو ه جومات   د تخریب د هڅې په تور محاکمه شو.

د ټولنې مشرانو خبرداری ورکړی چې داسې اعمال د شخړو د زیاتیدو خطره لري. موریسن وویل: پر هر دیني ډلې هر ډول برید په بشپړه توګه د منلو وړ نه  دی. هر څوک چې ښه نیت لري له دغو پېښو  وحشت لري.

د کلارکسټن جومات ودانۍ چې مخکې ئې د ځاي کلیسا وه، وروسته چې خرڅه شوه، د مسلمانانو د عبادت په ځای  باندې  بدله شوه.

https://iqna.ir/fa/news/4307467

captcha